د دواطلبۍ خبرتیا!

{ د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت د ۱۴۰۳ ام مالی د پرمختیايي ملي پروژو او مرکزي قرارګاه د څلور نوعه مختلفو النوع وسایطو د اړتیا وړ ۱۱۱ قلمه پرزه جاتو د خریداری د تهیه او تدارک پروژه }.
د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د پروژې لپاره د داوطلبۍ په پروسه کې چې د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت د ۱۴۰۳ ام مالی د پرمختیایي ملي پروژو او مرکزی قرارګاه د څلور نوعه مختلفو النوع وسایطو د اړتیا وړ ۱۱۱ قلمه پرزه جاتو د خریداری د تهیه او تدارک پروژه د داوطلبۍ په دغې NPPF/1403/G-19/RENCB شمیرې سره د یاد معینیت له لوري پر لاره اچول شوې ګډون وکړي، او اړونده شرطنامه په حافظې یا فلش ډیسک کې د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت د تهیې او تدارکاتو له آمریت څخه ترلاسه او خپل افرونه د شرطنامې له لارښوونو او د تدارکاتو د قانون او طرزالعملونو مطابق په سربنده (سربسته) بڼه د خبرتیا د نشریدو له نېټې ۱۴۰۳/۱۰/۰۵ د چهار شنبې ورځې له غرمې مخکې په (۱۰) بجو د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت د تهیې او تدارکاتو آمریت ته چې د نادرخان غونډۍ په لویدځه څیرمه کې موقعیت لري وسپارئ؛ د یادونې وړ ده چې انټرنیټي او ناوخته وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.
د دې پروژې لپاره د افر بانکي تضمین (193,000) یو سل او دری نوي زره افغانۍ ټاکل شوی په پام کې نیول شوي چې د افر پرانستلو غونډه به یې په ۱۴۰۳/۱۰/۰۵ نېټه د یک شنبې په ورځ د سهار په لسو بجو د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت اړوند د تدارکاتو په آمریت کې ترسره شي.