د داوطلبۍ خبرتیا!

{ د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت د ۱۴۰۳ ام مالی کال د ملي او پرمختیایي پروژو د ضرورت وړ دوه قلمه (د ډبرو سکاره او سون لرګي) د تهیه او تدارک پروژه }.
د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د پروژې لپاره د داوطلبۍ په پروسه کې چې د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت د ۱۴۰۳ ام مالی کال د ملي او پرمختیایي پروژو د ضرورت وړ دوه قلمه ( د ډبرو سکاره او سون لرګي) د تهیه او تدارک پروژه چې د داوطلبۍ په دغې شمیرې NPPF/1403/G-18/NCB سره د یاد معینیت له لوري پر لاره اچول شوې ګډون وکړي، او اړونده شرطنامه په حافظې یا فلش ډیسک کې د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت د تهیې او تدارکاتو له آمریت څخه ترلاسه او خپل افرونه د شرطنامې له لارښوونو او د تدارکاتو د قانون او طرزالعملونو مطابق په سربنده (سربسته) بڼه د خبرتیا د نشریدو له نېټې ۱۴۰۳/۰۷/۲۶ د پنج شنبه ورځې له غرمې مخکې په (۱۰) بجو د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت د تهیې او تدارکاتو آمریت ته چې د نادرخان غونډۍ په لویدځه څیرمه کې موقعیت لري وسپارئ؛ د یادونې وړ ده چې انټرنیټي او ناوخته وړاندیزونه (آفرونه)د منلو وړ نه دي.
د دې پروژې لپاره د افر بانکي تضمین (350,000) دری سوه او پنځوس زره افغانۍ ټاکل شوی په پام کې نیول شوي چې د افر پرانستلو غونډه به یې په ۱۴۰۳/۰۷/۲۶ نېټه د پنج شنبې په ورځ د سهار په لسو بجو د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت اړوند د تدارکاتو په آمریت کې ترسره شي.