د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت د ۱۴۰۳ ام مالی کال د تصدۍ د قرارګاه د پرسونل(۱۱) قلمه البسوی عینیات اول لات؛ د قراردادی ریاست د پرسونل (۱۳) قلمه البسوی عینیات دوهم لات؛د بین المللی ریاست د پرسونل (۱۰) قلمه البسوی عینیات دریم لات؛ او د خصوصی سکتور ریاست د پرسونل(۱۳) قلمه البسوی عینیات څلورم لات؛ داړتیا وړ د توکو د تهیه او تدارک پروژه په څلورو حصو کی(۴).
د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د پروژې لپاره د داوطلبۍ په پروسه کې چې د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت د ۱۴۰۳ ام مالی کال د تصدۍ د قرارګاه د پرسونل(۱۱) قلمه البسوی عینیات اول لات؛ د قراردادی ریاست د پرسونل (۱۳) قلمه البسوی عینیات دوهم لات؛د بین المللی ریاست د پرسونل (۱۰) قلمه البسوی عینیات دریم لات او د خصوصی سکتور ریاست د پرسونل(۱۳) قلمه البسوی عینیات څلورم لات داړتیا وړ د توکو د تهیه او تدارک پروژه په څلورو حصو کی(۴) چې د داوطلبۍ په دغې NPPF/1403/G-06/NCB شمیرې سره د یاد معینیت له لوري پر لاره اچول شوې ګډون وکړي، او اړونده شرطنامه په حافظې یا فلش ډیسک کې د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت د تهیې او تدارکاتو له آمریت څخه ترلاسه او خپل افرونه د شرطنامې له لارښوونو او د تدارکاتو د قانون او طرزالعملونو مطابق په سربنده (سربسته) بڼه د خبرتیا د نشریدو له نېټې ۱۴۰۳/۰۶/۲۹ د پنج شنبې ورځې له غرمې مخکې په (۱۰) بجو د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت د تهیې او تدارکاتو آمریت ته چې د نادرخان غونډۍ په لویدځه څیرمه کې موقعیت لري وسپارئ؛ د یادونې وړ ده چې انټرنیټي او ناوخته وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.
د دې پروژې د څلورو برخو لپاره د افر بانکي تضمین مجموعی بیه (1,062,000) یو میلیون او دوه شپیته زره افغانۍ ټاکل شوی په پام کې نیول شوي چې د افر پرانستلو غونډه به یې په ۱۴۰۳/۰۶/۲۹ نېټه د پنج شنبې په ورځ د سهار په لسو بجو د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت اړوند د تدارکاتو په آمریت کې ترسره شي.