{ د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت د 1403 ام مالی کال د ملي او پرمختیایي پروژو د ضرورت وړ دوه قلمه تیل (ډیزل او پطرول) د تهیه او تدارک پروژه}.
د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د پروژې لپاره د داوطلبۍ په پروسه کې چې د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت د 1403 ام مالی کال د ملي او پرمختیایي پروژو د ضرورت وړ دوه قلمه تیل (ډیزل او پطرول) د تهیه او تدارک پروژه چې د داوطلبۍ په دغې شمیرې NPPF/1403/G-09/RENCB سره د یاد معینیت له لوري پر لاره اچول شوې ګډون وکړي، او اړونده شرطنامه په حافظې یا فلش ډیسک کې د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت د تهیې او تدارکاتو له آمریت څخه ترلاسه او خپل افرونه د شرطنامې له لارښوونو او د تدارکاتو د قانون او طرزالعملونو مطابق په سربنده (سربسته) بڼه د خبرتیا د نشریدو له نېټې ۱۴۰۳/۰۸/۲۶ د شنبې ورځې له غرمې مخکې په (10) بجو د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت د تهیې او تدارکاتو آمریت ته چې د نادرخان غونډۍ په لویدیځه څیرمه کې موقعیت لري وسپارئ؛ د یادونې وړ ده چې انټرنیټي او ناوخته وړاندیزونه (آفرونه) د منلو وړ نه دي.
د دې پروژې لپاره د افر بانکي تضمین (575,000) پنڅه سوه او پنځه اویا زره افغانۍ ټاکل شوي په پام کې نیول شوي چې د افر پرانستلو غونډه به یې په ۱۴۰۳/۰۸/۲۶ نېټه د شنبې په ورځ د سهار په لسو بجو د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت اړوند د تدارکاتو په آمریت کې ترسره شي.