{ د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت د ۱۴۰۳ ام مالی کال د ملي او پرمختیایي پروژو د ضرورت وړ یو قلم(د ډبرو سکارو بخاري) د تهیه او تدارک پروژه }.
د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د پروژې لپاره د داوطلبۍ په پروسه کې چې د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت د ۱۴۰۳ ام مالی کال د ملي او پرمختیایي پروژو د ضرورت وړ یو قلم(د ډبرو سکارو بخاري) د تهیه او تدارک پروژه چې د داوطلبۍ په دغې شمیرې NPPF/1403/G-17/NCB سره د یاد معینیت له لوري پر لاره اچول شوې ګډون وکړي، او اړونده شرطنامه په حافظې یا فلش ډیسک کې د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت د تهیې او تدارکاتو له آمریت څخه ترلاسه او خپل افرونه د شرطنامې له لارښوونو او د تدارکاتو د قانون او طرزالعملونو مطابق په سربنده (سربسته) بڼه د خبرتیا د نشریدو له نېټې ۱۴۰۳/۰۷/۲۸ د شنبې ورځې له غرمې مخکې په (۱۰) بجو د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت د تهیې او تدارکاتو آمریت ته چې د نادرخان غونډۍ په لویدځه څیرمه کې موقعیت لري وسپارئ؛ د یادونې وړ ده چې انټرنیټي او ناوخته وړاندیزونه (آفرونه)د منلو وړ نه دي.
د دې پروژې لپاره د افر بانکي تضمین (73,000) دری اویا زره افغانۍ ټاکل شوی په پام کې نیول شوي چې د افر پرانستلو غونډه به یې په ۱۴۰۳/۰۷/۲۸ نېټه د شنبې په ورځ د سهار په لسو بجو د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت اړوند د تدارکاتو په آمریت کې ترسره شي.