د کورنيو چارو وزارت اړوند د عامه ساتنې ملي تصدۍ معينيت د ښوونيز مرکز له قوماندانۍ څخه په ۱۰۰مه دوره کې ۱۳۹ تنه ساتونکي د نظامي، عقيدتي او فکري زده کړو د ترلاسه کولو څخه وروسته فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

يادو ساتونکو ته د يوې خاصې غونډې په ترڅ کې، چې د عامه ساتنې ملي تصدۍ معينيت عملياتي چارو مرستيال الحاج مولوي عنايت الله رشيد، د کشف لوی مدير محترم مفتي محمد رحيم فاتح، د ښوونيز مرکز قوماندان الحاج قاري سيف الرحمن منصور او يو شمېر نورو مسؤولينو او استادانو ګډون کړی وو، بريليکونه ورکړل شول.