د عامه ساتنې ملي تصدۍ ته لنډهکتنه
د عامه ساتنې مليتصدي په هیواد کې د امنیتي چوپړتیاوو د وړاندېکولو یواځینی دولتي ارګان دی، کوم چې د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت تر چتر لاندې خپلې چارې پرمخ وړي؛ د عامهساتنې مليتصدۍ ځواکونه د لوړمورال، هیوادنۍمینې او مليروحیې په لرلو سره، شپه او ورځ هیوادوالو ته په چوپړکولو بوخت دي او پهدې برخه کې یو له ترټولو غورو څخه شمیرل کیږي.
د عامهساتنې مليتصدۍ په هیواد کې د معیاري ـ امنیتي چوپړتیاوو د وړاندې کولو د یواځیني باوري ارګان پهتوګه پهخپل ماموریت کې خپل کورني او بهرني پیریدونکوو (مشتریانو) ته د معیاري – امنیتي چوپړتیاوو وړاندېکولو ته لومړیتوب ورکوي، ترڅو د ګران هیواد افغانستان د اقتصاديودې او پرمختګ او د افغانانو د نیکمرغۍ په برخه کې ګټور تمام شي. د عامهساتنې مليتصدۍ ځواکونه پههیواد کې د ټولګټو پروژو، زیربناوو او خلکو څخه د ساتنې او د هیواد بیلابیلو سیمو ته د قطارونو د لیږد په برخه کې معیاري – امنیتي چوپړتیاوې وړاندې کوي. دغه ارګان د دولتيتصدۍ پهتوګه دا وړتیا لري، چې د امنتي چوپړتیاوو په برخه کې له کورنیو او بهرنیو مشتریانو سره تړون ترسره او له هغوئ څخه په ډاډمنه توګه ساتنه وکړي.
د عامهساتنې مليتصدۍ ساتونکي (ګاردان) یواځې لهخپلو اړوندو سیمو، خلکو او مالونو څخه د ساتنې دنده لري، دوي د مظنونینو د نیولو او لههغوي څخه د څیړنې صلاحیت نهلري. یاده دې وي، چې پهدې ورستیو کې د عامهساتنې مليتصدۍ د رهبرۍ په هلوځلو او د تصديشورا پهمنظورۍ د امنیتيچوپړتیاوو په بیو کې د پاموړ کموالی راغلی او د قراردادونو د ترسره کولو په چارو کې اړینبدلونونه او اسانتیاوې رامینځته شوي دي، ترڅو پیریدونکي په آسانۍ سره وکولای شي ددې ارګان له چوپړتیاو څخه برخمن شي.
د عامهسا تنې مليتصدي د څلورو کاريتګلارو په لرلو سره، چې عبارت دي له:
د دولتيپروژو د ساتنې ریاست، د غیر دولتيپروژو د ساتنې ریاست، د نړیوالو پروژو د ساتنې ریاست او د قطارونو د ساتنې او امنیت ریاست، چې د هیواد بیلابیلو سیمو ته د ملي او نړیوالو سوداګرو مالونه او د ایساف او ناټو د اکمالاتي او لوژستیکي قطارونو د لیږد په برخه کې فعالیت کوي؛ خپلو مشتریانو ته چوپړ کوي. یاد ارګان د ملي او نړیوالو موسسو او خصوصيسکتورونو د امنیت د ساتنې ترڅنګ د هیواد پهکچه له لویو او منځنیو پروژو لکه؛ د سلما، کمالخان، آلمار، کجکي، دآله او مچلغو د بریښنا له بندونو، د هرات ولایت د پاشدان بند، د هلمند ولایت د دوهلارې جکشن، د لوګر ولایت د عینکو د مسو کان، د هرات ولایت د اوسپنېپټلۍ، آمو سیند، د بدخشان لاجورد او د ګازو پایپلین او له مليبانک، پشتنيبانک، کابلبانک، عزیزيبانک، میوندبانک، آرینبانک، د افغانستاننړیوالبانک… څخه په کلکه ساتنه کوي.
د عامهساتنې مليتصدۍ ځواکونه له نورو امنیتي ځواکونو سره اوږه په اوږه، شپه او ورځ د هیواد د اقتصاديودې او د هیوادوالو د سوکالۍ پهپار ملا تړلې او پهدغه بهیر کې به هیڅډول هڅه او هاند ونهسپموي.