۱۴۰۱/۵/۲۲
د ا.ا.ا د کورنیو چارو وزارت قدرمن مقام د لارښوونې پر بنسټ محترم مولوي سیدغازي الله “هاشمي” د عامه ساتنې ملي تصدۍ اړوند نړیوالو پروژو ریاست ته د رئیس په توګه معرفي شو. په دغه ناسته کې چې مشري یې د عامه ساتنې ملي تصدۍ لوی رئیس الحاج مولوي سعیدالله “حماس” کوله، په کې د مولوي سید غازي الله “هاشمي” له قربانیوو ستاینه وشوه، د نوې دندې مبارکي ورته وویل شوه،او غونډه د خیر په دعا پای ته ورسیده.