د عامه ساتنې ملي تصدۍ او امید بهار شرکت ترمنځ امنیتي تړون لاسلیک شو، چې له مخې به یې د عامه ساتنې ملي تصدۍ ساتونکي د دغه شرکت امنیت خوندي کړي، دغه تړون د عامه ساتنې ملي تصدۍ د قراردادونو امر محمد زبیر “شیرزاد” او د امید بهار شرکت رئیس مصطفی “صادق” ترمنځ لاسلیک شو.
په پام کې ده، چې په راتلونکي کې د خصوصي سکټور په برخه کې د نورو شرکتونو او پانګوالو د امنیت مسؤلیت هم د عامه ساتنې ملي تصدۍ ساتونکي پر غاړه واخلي.