یاده ناسته چې په هرات ولايت کې د خصوصي سکتور غړو د امنیت د ټینګښت په موخه ترسره شوه، د عامه ساتنې ملي تصدۍ لوی رئیس ښاغلي جنرال خوشال سعادت، د هرات والي ښاغلي سيد عبدالواحد قتالي او د خصوصي سکتور د بېلابېلو صنفونو د اتحاديو استازو،ملي سوداګرو او پانګوالو پکې ګډون درلود.
د عامه ساتنې ملي تصدۍ لوی رئیس ښاغلي جنرال خوشحال سعادت د عامه ساتنې ملي تصدۍ په اړه معلومات وړاندې کړل او ويې ويل :
(( اوسمهال د عامه ساتنې ملي تصدۍ ساتونکي ښه او مسلکي روزل شوي، مجهز دي او کولای شي چې په ډاډمنه توګه د خصوصي سکتور امنيت خوندي کړي. ))
ښاغلي سعادت په هرات کې سوداګرو،پانګه والو او د خصوصي سکتور د بېلابېلو بنسټونو استازو ته خپله برخه کې د پوره همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.
د هرات والي ښاغلي سيد عبدالواحد قتالي د يادې غونډې جوړول وستايل او زیاته يې کړه چې د سوداګرو او د خصوصي سکتور د بېلا بیلو برخو پانګوال دې د خپل ځان او پانګونې امنيت لپاره د عامه ساتنې ملي تصدۍ سره امنیتي تړونونه لاسلیک کړي.
دهرات سوداګرو او د خصوصي سکتور استازو خوښي څرګنده کړه چې د دوی امنيت ته پام شوی.
يو شمېر سوداګرو وويل:
(( دوی امنيت ته اړتيا لري او امنيتي خونديتوب لپاره به د عامه ساتنې ملي تصدی څخه ساتونکي وغواړي. ))
د عامه ساتنې ملي تصدي په هېواد کې د ملي پروژو، سوداګريزو مرکزونو، ښوونيزو بنسټونو، د اوبو بندونو، د اکمالاتي کتارونو او نورو عامه شتمنيو د ساتنې مسؤليت لري.