انتر کانتیننتال پنځه ستوریز هوټل په کابل کې لومړنی نړیوال ديپلوماتيک هوټل دی.  دغه هوټل چې د باغ بالا سیمه کې موقعیت لري،د نړۍ په کچه یو له با ارزښته هوټلونو څخه شمېرل کیږي، چې  له همدې امله اکثره بهرني او کورني ديپلوماتان او د نړۍ ګرځندويان دغه هوټل کې مېشت کیږي.د دغه ديپلوماتيک هوټل د امنیت ساتنې مسؤلیت د عامه ساتنې ملي تصدۍ د پیاوړو ساتونکو پر غاړه دی.