د عامه ساتنې سرتېرو د ګرشک د برېښنا بند امنیت خوندي کړى
په هلمند ولایت کې د ګرشک د برېښنا بند، چې د هېواد له مهمو پروژو بلل کیږي، امنیت یې د عامه ساتنې ملي تصدۍ د ساتندويانو له لوري په خوندي ډول ټينګ شوى دی.
د هلمند ولایت د ګرشک د برېښنا بند د ساتندویه قطعې قوماندان لومړی‌ څارن رحمت‌الله مجیدي وایي، چې د عامه ساتنې ملي تصدۍ ځواکونه د یاد بند د امنیت د ټینګښټ په برخه کې ریښتینې هڅه کوي، په لوړ مورال سره دندې مخته وړي او چا ته اجازه نه ورکوي، چې د دغې مهمې پروژې د کار پر وړاندې خنډ او ځنډ پېښ کړي.