سمونوال احمدضیأ اسلام‌زی د خواف د اوسپنې پټلۍ قطعې د نوي ګمارل شوي قوماندان د معرفي کولو او د یادې قطعې د امنیتي او معیشتي وضعې د لیدنې په موخه هرات ولایت ته سفر وکړ
د عامه ساتنې ملي تصدۍ لوی ریاست د اُپراسیون ریاست سرپرست سمونوال احمدضیأ اسلام‌زی د یو هیئت په مشرۍ، په داسې حال کې چې د یاد ریاست د قطارونو د ساتنې او امنیت ریاست سرپرست سمونوال محمدایوب وردک او د استخباراتي او کشفي برخو استازو یې ملتیا کوله، هرات ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د خواف د اوسپنۍ پټلۍ د قطعې نوی ګمارل شوی قوماندان د یادې قطعې منسوبینو ته معرفي کړ او ترڅنګ یې د یادې قطعې له امنیتي او معیشتي وضعې څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي اسلام‌زي د عامه ساتنې ملي تصدۍ لوی‌رئیس مل‌پاسوال خوشحال سعادت پیغام او نیکې هیلې هغوئ ته واوروله او ویې ویل: تاسې د هیواد ریښتینې بچیان یاست، چې د ملي‌ګټو او لویو پروژو څخه په کلکه ساتنه کوئ؛ د یاد ریاست رهبري ستاسو د ملاتړ او تجهیز په برخه کې به خپل هیڅ ډول هڅه ونه‌سپموي.