د کورنیو چارو وزارت د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت 108‌تنو سرتیرو او ساتونکو د یوې میاشتنۍ ښوونیزې دورې تر بشپړولو وروسته، د یوې پرتمینې غونډې په ترڅ کې د فراغت سندونه ترلاسه او بیرته خپلو اړوندو قطعاتو ته ور وپیژندل شول.

غونډه چې د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت په ښوونیز او روزنیز مرکز کې جوړه شوې وه؛ په‌کې د یاد معینیت سرپرست پاسوال عبدالرزاق امیري، د ښوونې او روزنې عمومي‌مدیر سمونوال محمد نواز صافی، د یاد مرکز قوماندان، ښوونکو او مسوولینو ګډوون درلود.

غونډه د قران‌عظیم‌الشان په تلاوت سره پیل او د ملي‌سرود تر غږولو وروسته د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت د ښوونیز او روزنیز مرکز قوماندان لومړی‌څارن محمدعابد ملکزاده فارغانو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ د یادې دورې په اړه مالومات د غونډې ګډونوالو ته واوروله، نوموړي وویل: د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت ویاړي چې د ښوونې او روزنې بهیر په لړ کې، داځل (55دور) 108تنه سرتیري او ساتونکي د مسلکي – نظامي زده‌کړو له ترلاسه کولو وروسته فارغ او هیواد ته د لاښه چوپړ په موخه ټولنې ته وړاندې کوي.

نوموړي د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت له رهبرۍ، د یاد مرکز له ښوونکو او مسوولینو څخه مننه وکړه، چې تل د یاد بهیر د ګړنديتوب په‌پار نه ستړې‌کیدونکي هلې‌ځلې کوي.

ورپسې د کورنیو چارو وزارت د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت سرپرست پاسوال عبدالرزاق امیري فارغانو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ زیاته کړه: ښوونه او روزنه په نظام کې خورا ارزښت لري او همدارنګه د ښوونې او روزنې ترڅنګ غوره‌اخلاق او له خلکو سره نیک‌چلند کولای شي، چې ملت او دولت سره خورا نږدې کړي؛ له نیکه‌مرغه د افغانستان امنیتي‌ځواکونه د لوړ مورال، هیوادنۍ‌مینې، لوړ اخلاق او مسلکي‌زده کړو پرمټ، تل او په هرډول شرایطو کې له ملي‌نوامیسو او ملي‌ګټو څخه په‌کلکه ساتنه کوي، چې دوي ددغې‌کړنې پرمټ له یوې‌خوا د هیوادوالو ملاتړ ترلاسه کړی او له بلې‌خوا خلک دې ته هڅوي ترڅو په ډیر شوق سره د امنیتي‌ځواکونو له لیکو سره یوځای شي.

هغه وویل: دا چې مونږ د امنیتي‌ځواکونو له لیکو سره یوځای کیږو، باید د خپل‌هیواد او هیوادوالو پر وړاندې خپل‌مسوولیتونه درک کړو، چې ښوونه او روزنه له مونږ سره مرسته کوي، ترڅو خپل مسوولیتونه درک او هغه په ښه‌توګه ترسره کړو.

ښاغلي امیري زیاته کړه: تاسې باید تل د زده‌کړې د ترلاسه‌کولو په لټه کې اووسئ، که په‌خپلو سنګرونو کې هم یاست کولای شئ، چې له مناسب‌وخت څخه په ګټنې له یوبل سره خپله پوهه او تجربې شریکې کړئ.

د غونډې په پای کې ښاغلي امیري، د ښوونیز او روزنیز مرکز د قوماندان او د ځینو مسوولینو کړنې د ستاین‌لیک په ورکولو سره وستایله.