د عامه ساتنې ملي تصدۍ ساتونکو تېره اونۍ د هېواد بېلابېلو سیمو ته ۱۰۵ محمولې په خوندي ډول لېږدولې دي.

په دغو محمولو کې سوداګريز او اکمالاتي توکي شامل وو.

د عامه ساتنې ملي تصدۍ د کتارونو د ساتنې او امنیت ریاست مسؤلين وایي، چې د پانګوالو او سوداګرو د مالونو د لېږد په برخه کې هېڅ ډول هڅې نه سپموي او د دوى ساتندویه ځواکونه په لوړ مورال د هېواد بېلا بېلو ولایتونو ته د کتارونو د تګ راتګ امنیت تامینوي.