نن سهار د کورنیو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزیر محمد مسعود اندرابي د عامه‌ساتنې ملي‌تصدۍ د چارواکو د کړنو د ارزونې سربېره، ددې ادارې له بېلابېلو برخو لیدنه وکړه او د یادې تصدۍ پر معیاري‌والي ټینګار وکړ.
محمد مسعود اندرابي زیاته کړه چې د کورنیو چارو وزارت مشرتابه هڅه کوي، څو متقاضیانو ته د معیاري امنیتي چوپړتیاوو د وړاندې‌کولو په‌پار د عامه‌ساتنې ملي‌تصدۍ مدیریتي برخه په عصري سیستمونو سمبال کړي.
ښاغلي اندرابي همداراز وویل، چې د عامه‌ساتنې ملي‌تصدۍ له‌خوا شرکتونو او پروژو ته د امنیتي چوپړتیاوو د وړاندې کولو سربېره په پام کې لري، څو د سیاسي شخصیتونو او رجال‌برجسته لپاره امنیتي چوپړتیاوې هم د همدې ادارې له‌خوا ترسره شي.
ورپسې د عامه‌ساتنې ملي‌تصدۍ مسوولینو د خپلو لاسته‌راوړنو راپور او د یادې تصدۍ د چارو د لاښه‌والي په موخه خپل نظریات او وړاندیزونه د کورنیو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزیر ته واورولې.
په پای کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزیر د عامه‌ساتنې ملي‌تصدۍ له منسوبینو او کارکوونکو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د یادې تصدۍ د چارو د لا ښه والي په موخه به د هغوئ ترڅنګ متخصصین وګماري.