د عامه‌ ساتنې اوامنیتي‌ تصدۍ لوی‌ رییس قیس باوري، په‌ داسې حال کې چې د یاد ریاست د مختلفو برخو رییسانو او مسوولینو يې ملتیا کوله، د عامه‌ ساتنې او امنیتي‌ تصدۍ لوی‌ ریاست د قرارګاه له مختلفو شعباتو څخه لیدنه وکړه او د هغوئ غوښتنې او وړاندیزونه یې له نږدې څخه واوریدل.

د عامه‌ ساتنې او امنیتي‌ تصدۍ لوی‌ رییس قیس باوري ددغې لیدنې په بهیر کې د کارکوونکو ترمنځ پر همغږۍ، د کاري‌بهیر پر چتکتیا او په ټوله کې د اړینو اصلاحاتو په رامنځته‌کولو ټینګار وکړ، هغه وویل: مسوولیت پیژندنه، په‌ کار کې دقت او ملي‌ ګټو ته ژمنتیا کولای شي په اسانۍ سره مونږ خپلو موخو ته ورسوي؛ مونږ باید د هرې ورځې په تیریدو سره خپلو مشتریانو ته لا معیاري چوپړتیاوې وړاندې کړو، چې دغې موخې ته د رسیدو په‌ پار یو لړ اصلاحاتو ته اړتیا لیدل کیږي او اصلاح باید مونږ او تاسې له‌ځانه پیل کړو، ترڅو خپلو ګډو موخو  ته ورسیږو.

د دغې لیدنې په بهیر کې د عامه‌ ساتنې او امنیتي‌ تصدۍ لوی‌ ریاست د مختلفو برخو مسوولینو او کارکوونکو خپلې غوښتنې، وړاندیزونه او ستونزې له ښاغلي باوري سره شریکې کړې؛ نوموړي ژمنه وکړه، چې ډیر ژر به د شته ستونز د هوارۍ او د یاد ریاست د پرمختګ په‌ برخه کې اړین ګامونه پورته کړي.