دافغانستان اسلامي جمهوري دولت د کورنیو چارو وزارت له لوري د شوي وړاندیز او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت جمهور رییس محمد اشرف غني د منظورۍ له‌مخې، قيس باوري د کورنیو چارو وزارت د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ لوی‌ريیس په‌توګه رسماً د یاد ریاست کارکوونکو ته ور وپیژندل شو.

غونډه چې په‌همدې موخه د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ لوی‌ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په‌کې د کورنیو چارو وزارت لومړی‌مرستیال لوی‌پاسوال جانان بارکزی، د یاد وزارت د استخباراتو او پیژنتون ریاستونو رییسانو، د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ لوی‌ریاست د مختلفو ریاستونو رییسانو، ګڼ شمیر منسوبینو او ملکي کارکوونکو ګډوون درلود.

د قرآن‌عظیم‌الشان تر تلاوت او د ملي‌سرود تر غږولو وروسته د قیس باوري د ګمارنې حکم د کورنیو چارو وزارت د پیژنتون لوی ریاست سرپرست پاسوال شاه ولی صافی له‌خوا د غونډې ګډوونوالو ته واورول شوه، ورپسې د کورنیو چارو وزارت لومړی‌مرستیال لوی‌پاسوال جانان بارکزي، ښاغلي باوري ته مبارکۍ وویله او زیاته یې کړه: دا چې د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ لوی‌ریاست د هیواد په کچه له لویو ملي او نړیوالو پروژو څخه ساتنه کوي او دغه چاره له یوې‌خوا د هیواد د امنیت د ټینګښت په برخه کې او له بلې‌خوا دهیواد د ملي‌عوایدو د زیاتوالي په برخه کې مهم رول لري؛ هغه وویل: ښاغلی باوري یو ځوان کدر دی، چې د ښې حکومت‌دارۍ په برخه کې له زیاتې تجربې څخه برخمن دی. هغه ژمنه وکړه چې د چارو د لا ښه‌والي په موخه د کورنیو چارو وزارت، د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ لوی‌ریاست هر ډول همکارۍ ته چمتو او په‌دغه برخه کې به خپل هیڅ ډول هڅه او تلاښ ونه‌سپموي.

ورپسې د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ لوی‌رییس قیس باوري وینا وکړه، نوموړي وویل: زه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت جمهور رییس جلالت‌مآب محمد اشرف غني څخه مننه کوم، چې پرما یې باور وکړ او دغه لوی‌مسوولیت یې ماته راوسپارله؛ داچې د هیواد له لویو او ملي پروژو او ملي شتمنیو څخه ساتنه او د ملي‌عوایدو زیاتوالی د جلالت‌مآب ولسمشر له لومړیتوبونو څخه ده، زه ژمنه کوم چې خپل ټول مسوولیتونه به په ښه توګه تر سره کړم او په دغه برخه کې به خپل هیڅ ډول هڅه ونه‌سپموم، ښاغلي باوري زیاته کړه: که چیرې مونږ مسوولیت‌پذیره ووسو او دغه اصل پر نورو هم پلی کړو؛ زه ډاډه یم چې د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ لوی‌ریاست به د هیواد په کچه یوه ښه اداره وي. غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.