له ۱۹۸۸میلادي کال څخه را په دېخوا يې د ګڼو سیاسي، اقتصادي او امنیتي ستونزو له کبله درې ځله د جوړېدو چارې له ځنډ سره مخامخ شوې.
په ۲۰۰۶ میلادي کال کې هند ژمنه وکړه چې د یاد بند ۲۷۵ مليون ډالره بودیجه ورکړي او په ۲۰۱۳ میلادي کال کې یې د پروژې د بشپړولو په پار ۲۷۳.۳ مليونه ډالره بوديجه تصویب کړه، چې له نېکه مرغه په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د افغانستان جمهور رييس محمد اشرف غني او د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي له خوا یې پرانسته وشوه.
دغه بند د ۴۲ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفيت لري او تر څنګ يې ۷۵۰۰۰ هکتاره ځمکه هم خړوبولی شي.
لکه څنګه چې مو يادونه وکړه په تېرو کلونو کې یاد بند له ګڼو امنیتي ستونزو سره مخامخ و، خو له نېکه مرغه اوس يې امنيت د عامه ساتنې ملي تصدۍ د پياوړو او مسلکي ساتونکو لخوا په بشپړ ډول ټينګ شوی دی.