یاده ګډه‌غونډه چې د کورنیو چارو وزیر ویس‌احمد برمک په مشرۍ، د کانونو او پیټرولیم وزارت سرپرستې نرګس نهان، د کانونو او پيټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیالې غزال حبیب‌یار صافۍ، د یاد وزارت یو شمېر رئیسانو، سلاکارانو، د کورنیو چارو وزارت عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت سرپرست او د کورنیو چارو وزارت یو شمېر رئیسانو په ګډون جوړه شوې وه، لومړی د کورنیو چارو وزیر ویس‌احمد برمک د هېواد د کانونو، دولتي او خصوصي پروژو امنیت خورا مهم وباله زیاته یې کړه: “د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت مسوول دی، چې د ټولو دولتي او خصوصي پروژو د امنیت په برخه کې د ټولو شته ستونزو د حل په موخه جدي‌کار وکړي او د مس‌عینک، د بدخشان ولایت لاجورد او د سمنګان ولایت دره‌صوف کانونو خوندیتوب لپاره تر هرڅه زیاته پاملرنه وکړي.”
وروسته د کانونو او پيټرولیم وزارت سرپرستې نرګس نهان او د یاد وزارت مالي او اداري مرستیالې، د کورنیو چارو وزارت څخه مننه وکړه چې تر دا دمه یې د هېواد د کانونو د خوندي‌امنیت په موخه د کانونو او پيټرولیم وزارت سره پوره مرستې ترسره کړې دي.
دغه راز د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت سرپرست پاسوال عبدالرزاق امیري د هېواد د کانونو او ټولو دولتي او خصوصي پروژو د خوندي‌امنیت په اړه د کورنیو چارو وزیر ته ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه، چې د کانونو او پيټرولیم وزارت سره به د پخوا په څېر د لا نورې کلکې‌همغږۍ له‌مخې د کانونو د خوندي‌امنیت په‌موخه جدي‌پاملرنه کوي.