د افغانستان اسلامي‌جمهوریت د کورنیو چارو وزیر ویس‌احمد برمک د یاد وزارت د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ له معینیت څخه لیدنه وکړه او د یاد معینیت له سرپرست پاسوال عبدالرزاق امیري او د ځینو برخو له مسوولینو سره ګډه‌ناسته ترسره کړه.

په ناسته کې لومړی د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت سرپرست پاسوال عبدالرزاق امیري، د کورینو چارو وزیر ویس‌احمد برمک او ورسره راغلو پلاویو ته د ښه‌راغلاست ویلو ترڅنګ؛ د یاد معینیت د کاري‌استقامتونو، تشکیلاتي‌جوړښت او د فعالیتونو د څرنګوالي په اړه هر اړخیز مالومات وړاندې کړل.

ښاغلي امیري د غونډې‌ګډونوالو ته خپل کاري‌راپور وړاندې کړ او د خپلو لاسته‌راوړنو، ننګونو، کاري‌پلانونو او د ننګونو د له‌منځه وړلو په برخه کې هر اړخیز مالومات وړاندې کړ، هغه زیاته کړه چې، د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت په تیر او سږ کال کې ښه‌عواید درلود او دغه عواید د دولت حساب ته په شفاف ډول لیږدول شوي دي.

د کورنیو چارو وزیر ویس‌احمد برمک د ښاغلي امیري د کاري‌پلان تر اوریدو وروسته د عامه ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت په مختلفو برخو کې د اصلاحاتو د راوستلو یادوونه وکړه او هغه یې په درې پړاونو؛ عاجل، مدیریتي او عملیاتي برخو کې درجه‌بندي کړې، هغه زیاته کړه چې د یادو برخو د عملي‌کولو لپاره به عملي‌ګامونه پورته شي.

ښاغلي برمک په‌خپلو خبرو کې دې ټکي ته په اشارې؛ چې د کورنیو چارو وزارت په مختلفو ادارو کې د اساسي‌اصلاحاتو راوستل، د هغه له لومړیتوبونو څخه دي، وویل: د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت په مختلفو برخو کې د شته ظرفیتونو او په‌کارپوه خلکو د پیژندنې لپاره مسلکي او هراړخیزې ارزونې ته اړتیا ده، همداراز نوموړي د یاد معینیت د تشکیلاتي‌جوړښت تر کتنې وروسته ټینګار وکړ چې، باید ددغه معینیت تشکیلاتي‌جوړښت باندې غور وشي ترڅو له هر اړخه (کمیت او کیفیت) اوسنیو غوښتنو ته ځواب ویونکی وي.

د هیواد د کورنیو چارو وزیر مسوولینو ته سپارښتنه وکړه چې، د مالي‌چارو د څارنې او کنترول په‌موخه د مسلکي او په‌کارپوه خلکو پرمټ دې د یاد معینیت په تشکیل کې یوه خپلواکه برخه رامنځ‌ته شي.

په ناسته کې د امنیتي‌تصدۍ د عالي‌شورا غونډې د دایرولو په اړه هم تر خبرو اترو وروسته، نظرونه سره شریکې او په اړه یې اړینې‌پریکړې ونیول شوې. ناسته د افغانستان‌خلکو ته د دعایې په ویلو سره پای‌ته ورسیده.