په دغه لیدنه کې د کورنیو چارو وزارت د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت سرپرست پاسوال عبدالرزاق امیري او د یاد معینیت ځینو مسوولینو، د پمتیک ساختماني شرکت مشر همت بیرول، د سرول ډیزاین شرکت مشر صبری ورول او د آسیابنا ساختماني شرکت مشر غلام‌رباني داور سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه.

په‌پیل کې د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت سرپرست معین پاسوال عبدالرزاق امیري ګډونوالو ته د ښه‌راغلاست ویلو ترڅنګ زیاته کړه: د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت له عمده‌دندو څخه یوهم په هیواد کې د عام‌المنفعه پروژو او تاسیساتو څخه ساتنه ده، چې دم‌ګړۍ له زیاتو عام‌المنفعه پروژو څخه ساتنه کوي؛ د کمال‌خان بند د هیواد یو له لویو پروژو څخه شمیرل کیږي، د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت به د یادې‌پروژې د امنیت د ټینګښت په برخه کې هیڅ‌ډول هڅه ونه‌سپموي.

نوموړي وویل: د کمال‌خان بند د لومړي او دویم‌فاز کار له پای‌ته رسیدو سره‌سم، مونږ د نوموړي پروژې د دریم‌فاز امنیت د ټینګولو لپاره بشپړ چمتوالی لرو، زمونږ ځواکونه له تشکیل سره‌سم دی ته چمتو دي ترڅو له یادې‌پروژې څخه ساتنه وکړي.

په پای کې دواړو لوریو د یاد بند د دریم فاز د امنیت د ټینګولو په موخه خپل وړاندیزونه، نظرونه او ستونزې سره شریکې کړې.

کمال‌خان بند د نیمروز ولایت د چهاربرجک‌ ولسوالۍ شمال لور ته په ۱۸کیلو مترۍ کې موقعیت لري، چې د هیواد په کچه یو له لویو بندونو څخه شمیرل کیږي، دیادې پروژې د کار له پیل (لومړی او دویم‌فاز) څخه تر دې‌دمه د امنیت د ټینګولو چارې یې له نورو امنیتي ارګانونو سره په همغږۍ د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت له خوا پرمخ وړل کیږي.