د کورنیو چارو وزارت د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت 76تنه سرتیري او ساتونکي د یاد معینیت په ښوونیز او روزنیز مرکز کې د نظامي او مسلکي زده‌کړو له ترلاسه کولو وروسته فارغ او خپلو اړوندو قطعاتو ته ور وپیژندل شول.

د 49مې دورې فارغانو په غونډه کې چې د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت په ښوونیز او روزنیز مرکز کې جوړه شوې وه؛ د یاد معینیت د نړیوالو پروژو د ساتنې مشر مل‌پاسوال صوفي محمدشریف مجاهد، د کورنیو چارو وزارت د ښوونې او روزنې عمومي‌مدیریت د کورسونو او بورسونو مدیر سمونوال خواجه غلام‌جیلاني شیبل، د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت د ښوونې او روزنې عمومي‌مدیر سمونوال محمدنواز صافی او د یاد ښوونیز مرکز مسوولینو ګډوون درلود.

په‌غونډه کې د قران عظیم‌الشان تر تلاوت وروسته د عامه‌ساتنې او امنیتيذتصدۍ معینیت د روزنیز مرکز قوماندان لمړی‌څارن محمد عابد ملکزاده خبرې وکړې، نوموړي د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ د رهبرۍ له مقام څخه مننه وکړه، چې تل د خپلو ځواکونو د روزنې په برخه کې زمونږ غوښتنو ته په‌خپل وخت ځواب ویلای او هیڅ‌ډول هڅه یې نه‌ده سپمولې.

ورپسې د یاد معینیت د نړیوالو پروژو د ساتنې مشر مل‌پاسوال صوفي محمدشریف مجاهد خبرې وکړې، نوموړي فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل: ښوونه او روزنه په اسلام کې ځانګړی ځای لري، زه ویاړم چې یوځل بیا د داسې اتلانو په فراغت‌غونډه کې ګډون لرم، کوم چې د مسلکي زده‌کړو له ترلاسه کولو وروسته زمونږ له هیواد او هیوادوالو څخه ساتنه کوي. نوموړي یاوونه وکړه چې د ښوونې او روزنې په وخت کې د خولو تویول؛ د جنګ په میدان کې د وینې د تویدو مخه نیسي، نو د همدې لپاره مونږ هڅه کوو ترڅو د دغو لنډمهاله کورسونو وخت لا زیات کړو؛ ترڅو زمونږ ځواکونه لامسلکي او پیاوړي شي.

وروسته د کورنیو چارو وزارت د ښوونې او روزنې عمومي‌مدیریت د کورسونو او بورسونو مدیر سمونوال خواجه غلام‌جیلاني شیبل خبرې وکړې، نوموړي فارغانو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ زیاته کړه: سره له‌دې چې د دغه کورس لنډمهاله و، خو مونږ په دې وتوانیدو چې ټول هغه اړین درسونه تاسو ته وړاندې کړو، کوم چې له تاسو سره د دندې په ښه ترسره کولو کې مرسته کوي.

غونډه فارغانو ته د تصدیق‌پاڼو په ویشلو او د افغانستان خلکو ته د خیر د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.