د ښار جوړونې او اراضۍ لوی‌ریاست له عامه‌ساتنې ملي‌تصدۍ سره د امنیتي قراداد د ترسره کولو لپاره چمتووالی وښود د عامه‌ساتنې ملي‌تصدۍ د غیردولتي پروژو د ساتنې رئیس مل‌پاسوال محمدایاس اکبري د ښار جوړونې او اراضۍ لوی‌رئیس احمدفرید عزیزي سره لیدنه وکړه؛

ښاغلي عزیزي د عامه‌ساتنې ملي‌تصدي یې د امنیتي چوپړتیاوو د وړاندې کولو په برخه کې یو ډاډمن ارګان یاد کړ او زیاته یې کړه، چې ډیر ژر به د ښار جوړونې او اراضۍ لوی‌ریاست د امنیت د ټینګښت په موخه له یاد ارګان سره امنیتي قرارداد ترسره کړي.