د بدخشان لاجورد د هېواد با ارزښته شتمني ده چې د عامه ساتنې ملي تصدۍ د ساتونکو تر څار او کنترول لاندې ده.
د لاجوردو ډبرې چې له ډېرې مودې راهیسې د ناقانونه وسله والو ډلو، طالبانو، قاچاقبرانو او غلو په لاس کې وې، اوس د عامه ساتنې ملي تصدۍ ساتونکي، د معدن د ساتنې او امنیت مسؤلیت په غاړه لري.
ياد ساتونکي به دښمن ته اجازه ورنکړي چې د انجینرانو او مسؤلینو د کار خنډ شي.
په همدې وخت کې د کانونو او پتروليم وزارت چارواکي وايي چې د عامه ساتني ملي تصدۍ ساتونکي توانېدلي چې د يادو معدنونو امنيت په غوره توګه خوندي کړي.