د کورنیو چارو وزارت د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت سرپرست پاسوال عبدالرزاق امیري په‌داسې حال کې چې د یاد معینیت د غیر دولتي پروژو د ساتنې رییس پاسوال سید اکبرشاه تابش، د مقام د دفتر رییس مل‌پاسوال عبدالرزاق سیغاني، د دولتي پروژ د ساتنې رییس مل‌پاسوال جوره‌بیک مرادي او د ځینو برخو مسولینو یې ملتیا کوله؛ په ټول‌ګټو وزارت کې د آسيا پراختیايي‌بانک د پروګرامونو مسوول امین‌الله حاتم او د قیصارلامان د حلقوي‌سړک پروژې د ګټونکو شرکتونو له ځینو مسوولینو سره د یادې پروژې د امنیت د څرنګوالي په‌موخه په‌خپل کاري‌دفتر کې ناسته ترسره کړه.

په‌ناسته کې لومړی د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت سرپرست پاسوال عبدالرزاق امیري د ناستې‌ګډونوالو ته د ښه‌راغلاست ویلو ترڅنګ، هغوي ته د یادې پروژې پر امنیتي‌برخې بشپړ رڼا واچوله، نوموړي وویل: د قیصارلامان حلقوي‌سړک یوه لویه او ملي‌پروژه ده، چې د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت یې د امنیتي‌خوندیتوب د ساتنې ویاړ لري او د یاد معینیت منسوبین او ځواکونه د لوړ مورال او هیوادنۍ‌مینې په لرلو سره، له دې‌پروژې څخه په‌کلکه‌ساتنه کوي.

ښاغلي امیري په‌خپلو خبرو کې د‌دغې حیاتي‌پروژې د خوندیتوب په‌پار مسوولینو ته د بشپړ چمتوالي خبره وکړه او هغوي ته یې د قیصارلامان حلقوي‌سړک د امنیتي‌پلان د لا ښه‌والي په‌پار د سلاکار جنرال شرف‌الدین بدر تر مشرۍ لاندې د یو ګډهیت د جوړولو سپارښتنه وکړه.

ورپسې په ترتیب سره ښاغلي حاتم او نورو مسوولینو خپلې غوښتنې، نظرونه او وړاندیزونه سره شریکې او په اړه یې اړینې‌پریکړې ونیول شوې.

د یادې پروژې سربیره؛ د کورنیو چارو وزارت د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت سرپرست پاسوال عبدالرزاق امیري او په ټول‌ګټو وزارت کې د آسيا پراختیايي‌بانک د پروګرامونو مسوول امین‌الله حاتم، د جلال‌آباد کابل حلقوي‌سړک په‌اړه هم خبرې وکړې او خپلې غوښتنې او نظرونه یې سره شریکې کړې او په اړه يې اړینې‌پریکړې ونیول شوې.

ناسته افغانانو ته د ښې‌راتونکي او د ګرانهیواد افغانستان د آبادۍ او ښیرازۍ د دعا په ویلو سره پای‌ته ورسیده.