د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ لوی‌ریاست د قطارونو د ساتنې او امنیت ریاست سرپرست سمونوال شاه‌زمان نوري، د ننګرهار ولایت د قطارونو له قطعې څخه د لیدنې په‌موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.
نوموړي په‌دغه سفر کې د یاد ولایت د قطارونو قطعې له منسوبینو او سرتیرو سره وکتل؛ د هغوئ غوښتنې، وړاندیزونه او ستونزې واوریدې او تر اوریدو وروسته، هغوئ ته د چارو د لا ښه‌والي په‌پار لازمې‌سپارښتنې وکړې.
ښاغلي نوري ددغه سفر په لړ کې سمونوال محمد حسن هاشمي د ننګرهار ولایت د قطارونو قطعې د ‌ارکان‌ رییس او سمونمل نجیب‌الله خنجر د اکمال او اداري مرستیال په‌توګه د ننګرهار ولایت د قطارونو قطعې پرسونل ته ور وپیژندل.