د عامه ساتنې ملي تصدۍ د روزنې ۷۸ يمه دوره پای ته ورسېده او نن فارغينو ته په يوه ځانګړې غونډه کې بری ليکونه ورکړل شول.

تازه فارغو شويو ساتونکو ته د عامه ساتنې ملي تصدۍ لوی رييس مل پاسوال خوشحال سعادت وينا وکړه.

ښاغلي سعادت د خوښۍ په څرګندولو سره وويل:

ګرانو ساتونکو!

“تاسو به د اوبو او برېښنا بندونه، کانونه، پوهنتونونه او عامه شتمنۍ ساتئ، دا هغه څه دي چې افغانستان په پښو دروي، تاسو د افغانستان له ۳۴ ولايتونو څخه راغلي ياست، دا زموږ د ملي يووالي او اتفاق ښکارندويي کوي، ستاسو تمرينات او زحمتونه د قدر وړ دي او زه پر تاسو وياړم”.

 

ياد ساتونکي په عالي، ملي او وطني روحيه روزل شوي دي، سر له سبا به دندې پيل کړي او عملاً به د هېواد د اساسي او حياتي بنسټونو د ساتنې مسؤليت پر غاړه واخلي.