له ملي او نړیوالو پروژو، اوسپنې پټلۍ، کانونو، د اوبو او برېښنا بندونو، پوهنتونونو، بانکونو، کتارونو او په ټولیزه توګه د ټولګټو پروژو او عامه شتمنيو ساتنه د عامه ساتنې ملي تصدۍ له کاري لومړیتوبونو څخه ده.

دغه اداره غواړي د سوداګرو او پانګوالو د کار د ښه والي او اقتصادي پرمختګ په موخه په سیمه کې جدي امنیتي تدابیر ونیسي.

د عامه ساتنې ملي تصدي توانېدلې ده چې د سوداګرو او سترو هغو بهرنیو پانګوالو قناعت ترلاسه کړي، چې په هېواد کې یې پانګونه کړې او همدارنګه د هغو مسؤلينو چې په اقتصادي برخو کې فعالیت کوي، د امنیت له اړخه ورته خوندي فضا رامنځ ته شوې ده.