د عامه‌ساتنې ملي‌تصدۍ څلویښت تنه ځواکونه د نظامي زده‌کړو له ترلاسه کولو وروسته فارغ شول
د کندهار زون د عامه ساتنې مدیریت اړوند د عامه‌ساتنې ملي‌تصدۍ څلویښت تنه ځواکونه د نظامي زده‌کړو له ترلاسه کولو وروسته فارغ او خپلو اړوندو قطعاتو او جزوتامونو ته وروپیژندل شول.
د کندهار ولایت د قطارونو د قطعې د ارکان رئیس سمونیار عزیزالرحمن نجرابي وویل: په کندهار زون کې د ښوونې او روزنې بهیر له پلان سره سم په منظم ډول دوام لري.