د عامه‌ساتنې ملي‌تصدۍ څلویښت تنه ځواکونه د یوې میاشتینۍ زده‌کړو له ترلاسه کولو وروسته فارغ شول
د عامه‌ساتنې ملي‌تصدۍ د پکتیا زون د عامه‌ساتنې ‌مدیریت اړوند څلویښت تنه ځواکونه د یوې میاشتینۍ ښوونیز پروګرام له بشپړولو وروسته فارغ او خپلو اړوندو قطعاتو او جزوتامونو ته وروپیژندل شول.
د پکتیا زون د عامه‌ساتنې مدیر سمونوال حفیظ‌‌الله جبارخیل یادو فارغانو ته مبارکي وویله او د ټول‌ګټو پروژو د امنیت د لا ټینګښت په برخه کې یې هغوئ خپلو مسوولیتونو ته متوجه کړل؛ نوموړي زیاته کړه:

د ویاړ ځای دی چې زمونږ مسلکي او زړه‌ور ځواکونه په لوړ مورال او بشپړ ایماندارۍ خپلې دندې ترسره کوي.