د عامه‌ساتنې ملي‌تصدۍ ځینو مسوولینو د غیردولتي پروژو له استازو سره، د هغوئ د امنیتي ستونزو د هوارۍ په موخه ناسته وکړه
په‌دغه ناسته کې د عامه‌ساتنې ملي‌تصدۍ عملیاتي مرستیال سمونوال عبیدالله نورزی، مالي او تجارتي مرستیال سهیل‌احمد عزیزي، د غیردولتي پروژو د ساتنې رئیس مل‌پاسوال محمدایاز اکبري او د هغو خصوصي شرکتونو او بانکونو استازي چې له یادې تصدۍ سره امنیتي قرارداد لري، ګډوون درلود.
د عامه‌ساتنې ملي‌تصدۍ مسوولینو د متقاضیانو ستونزې تر اوریدو ورسته و ارزولې او د هوارۍ په موخه یې اړینې لارې‌چارې وړاندې کړې.