د عامه‌ساتنې ملي‌تصدۍ لوی‌‌رئیس قیس باوري په مشرۍ، د یادې تصدۍ د ریاستونو تر منځ د همغږۍ د لا پیاوړتیا او د ستونزو او نظرونو د شریکولو په موخه ناسته ترسره شوه په‌دغه ناسته کې د یاد ارګان مرستیالان، رئیسان او مسوولین برخه اخیستې وه؛ د عامه‌ساتنې ملي‌تصدۍ لوی‌رئیس قیس باوري د چارو د لا ښه‌والي او ګړندیتوب او د ریاستونو ترمنځ د همغږۍ د لاپیاوړتیا په اړه د مسوولینو ستونزې او نظریات واوریدل او د حل په‌پار یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.