د عامه‌ساتنې ملي‌تصدۍ د ښوونیز او روزنیز مرکز د څلوراویایمې دورې څخه، د یادې تصدۍ اړوند یو سلو څلوردیرش تنه ځواکونه د یوې میاشتنۍ زده‌کړو له ترلاسه کولو وروسته فارغ شول
په‌دغه غونډه کې چې د عامه‌ساتنې ملي‌تصدۍ په ښوونیز او روزنیز مرکز کې جوړه شوې وه، په‌کې د یادې تصدۍ عملیاتي مرستیال سمونوال عبیدالله نورزي او د ښوونې او روزنې لوی‌مدیر سمونمل خواجه احسان‌الله صدیقي سربیره دیاد مرکز یو شمیر مسوولینو ګډوون درلود.
په پیل کې ښاغلي نورزي د یاد مرکز له ښوونکو څخه د مننې ترڅنګ د یادې دورې فارغانو ته مبارکي وویل او زیاته یې کړه: کومې زده‌کړې چې تاسې ترلاسه کړې، په حقیقت کې د دښمن د له‌منځه وړلو په‌پار یوه ستره وسیله ده، اوس تاسې کولای شئ خپلې چارې په ښه توګه ترسره کړئ؛ ورپسې ښاغلي صدیقي ګډونوالو ته د نظامي زده‌کړو د بهیر پر څرنګوالي او ګټو خبرې وکړې.