د عامه‌ساتنې ملي‌تصدۍ عملیاتي مرستیال سمونوال عبیدالله نورزي په مشرۍ ښوونیز سیمینار د یادې تصدۍ د غونډو په تالار کې په لاره واچول شوه په‌دغه سمینار کې چې د عامه‌ساتنې ملي‌تصدۍ د ښوونې او روزنې مسوولین او آمرین ګډوون درلود، په‌کې د غوره امنیتي چوپړتیاوو او د ښوونې او روزنې د لا ښه‌والي په هکله بحث وشو او ګډوونوالو خپل نظرونه سره شریکې کړې. سمونوال عبیدالله نورزی ګډونوالو ته د غوره امنیتي چوپړتیاوو او وړتیا لوړونې اړوند تفصیلي خبرې وکړې او یاد سمینار یې د یادو برخو د لا ښه والي په برخه کې رغنده وباله.