د عامه‌ساتنې ملي‌تصدۍ عملیاتي مرستیال سمونوال عبیدالله نورزی او د یادې تصدۍ د غیردولتي پروژو د ساتنې رئیس مل‌پاسوال محمدایاس اکبري د میدان وردګو د قطارونو له قطعې او د ارغندي له ار جي ام ساتندویه مفرزې څخه لیدنه وکړه
ښاغلي نورزي وویل: د عامه‌ساتنې ملي‌تصدۍ د ځواکونو له‌خوا په هیواد کې د بریښنا ستنو د ساتنې او د غوڅ‌ملاتړ او سوداګرو د مالونو او اکمالاتي قطارونو د لیږد بهیر د قناعت وړ دی؛ نوموړي زیاته کړه: د اکمالاتي کاروانونو د لیږد او د عام‌المنفعه پروژو د امنیت د لاټینګښټ له‌پاره به خپلې هڅې لاګړندی کړي.