د عامه‌ساتنې ملي‌تصدۍ د نړیوالو پروژو د ساتنې ریاست میاشتینۍ غونډه ترسره شوه
یاده غونډه چې د عامه‌ساتنې ملي‌تصدۍ د نړیوالو پروژو د ساتنې رییس سمونوال محمدامین احمدزي په مشرۍ د یادې تصدۍ د غونډو په تالار کې ترسره شوه، په‌کې د یاد ریاست د اړوندو قطعاتو او جزوتامونو د مسوولینو د فعالیتونو او لاسته‌راوړنو پر څرنګوالي بحث وشو او نظرونه یې سره شریکې کړې، په‌پای کې د ځینو افسرانو او ساتنمنانو لاسته‌راوړنې د ستاین‌لیک په ورکولو سره وستایل شوې.