د عامه‌ساتنې ملي‌تصدۍ د عملیاتي مرستیال سمونوال عبیـدالله نورزي په مشرۍ، د یادې مرستیالۍ اړوندو قطعاتو او جـروتامونو له مسوولینو سره د ستونـزو او نظـرونـو د شریکـولو او د یادو قطـعاتو ترمنځ د همغـږۍ د لا پیـاوړتیـا په موخه ناسته ترسره شوه. په غونډه کې د ښې امنیتي وضعې، مسلکي ښوونې او روزنې او د امنیتي تجهیزاتو اړوند راپورونه وړاندې شول، د یادې ادارې رهبري د قطعاتو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې او ژمنه یې وکړه چې شته ستونزې به په نږدې ورځو کې هوارې کړي