د عامه‌ساتنې ملي‌تصدۍ د دولتي پروژو د ساتنې رئیس سمونوال سید نصرت‌الله آزاده د یو هیئت په مشرۍ هرات ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یاد ولایت له والي سره لیدنه وکړه
د عامه‌ساتنې ملي‌تصدۍ د دولتي پروژو د ساتنې رئیس سمونوال سیدنصرت‌الله آزاده د یو هیئت په مشرۍ چې د ملي‌امنیت، سیمه‌یزو ارګانونو، د اوسپنې پټلۍ ادارې، پوله‌ساتو پولیسو او د جمهوري ریاست د چارو ادارې استازو یې ملتیا کوله، هرات ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یاد ولایت له والي عبدالقیوم رحیمي سره لیدنه وکړه.
دواړو لوریو په هرات ولایت کې د عامه‌ساتنې ملي‌تصدۍ د اړوندو پروژو د امنیت د لاټینګښت په تړاو هراړخیز بحث وکړ، د عامه‌ساتنې ملي‌تصدۍ د دولتي پروژو د ساتنې رئیس د خپلو اړوندو پروژو د امنیت د لا ټینګښت په تړاو د اړینو امنیتي تدابیرو د نیولو خبر راکړ.
ښاغلي آزاده د خپل سفر په څنډه کې د اوسپنې پټلۍ، پاشدان او سلما بندونو د قطعاتو د معیشتي او امنیتي وضعې د څارنې په موخه له یادو قطعاتو څخه لیدنه وکړه او مسوولینو ته یې اړینې سپارښتنې وکړې.