د عامه‌ساتنې ملي‌تصدۍ او د ښځو چارو وزارت ترمنځ د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د له‌ منځه‌وړلو په موخه ناسته ترسره شوه
د ښځو چارو وزارت مسلکي او د پالیسۍ معینه سپوږمۍ وردګ د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د له منځه‌وړلو د کمپاین اړوند خبرې وکړې او د عامه‌ساتنې ملي‌تصدۍ له رهبرۍ څخه یې غوښتنه وکړه، چې له ښځو څخه لا ملاتړ وکړي.
ورپسې د عامه‌ساتنې ملي‌تصدۍ لوی‌رئیس قیس باوري د ښځو څخه د ملاتړ پر څرنګوالي خبرې وکړې او د یادې ادارې په ملکي او نظامي برخو کې د ښځو ونډه پراخه وبلله؛ ښاغلي باوري زیاته کړه: د عامه‌ساتنې ملي‌تصدۍ رهبري په راتلونکي کال کې د ښځو د لا ملاتړ او د هغوئ د لا جذبولو په برخو کې پلانونه ترلاس لاندې لري.