د عامه‌ساتنې ملي‌تصدي په کابل ښار کې له غیرمسووله افرادو څخه د ناقانونه وسلو او یونیفورم د راټولو په موخه عملیات ترسره کړ د عامه‌ساتنې ملي‌تصدۍ رهبري د جمهوري ریاست د 62مې ګڼې فرمان او د ګډ امنیتي پلان د پلي‌کولو په موخه د امنیتي او خصوصي شرکتونو له غیرمسووله افرادو څخه د وسلې او یونیفورم د راټولولو په موخه عملیات ترسره کړ.

ددغه عملیاتو په پایله کې د غیر مسووله وسله‌والو څخه یو شمیر ناقانونه وسلې راټولې او یو شمیر هغه شرکتونه چې تردې دمه د عامه‌ساتنې ملي‌تصدۍ سره امنیتي قرارداد نه‌لري، قانع کړای شول چې له یاد ارګان سره قرارداد ترسره کړي. یاده دې وي چې دغه لړۍ به تر هغې دوام پیدا کړي، تر کومې چې ناقانونه وسلې راټولې او عامه نظم په بشپړ توګه حاکم شي.