د کورنیو چارو وزارت د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت د خپلو ځواکونو د 53مې دورې فارغانو په ویاړ، لمانځ‌غونډه جوړه کړه.

غونډه چې د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت د ښوونیز مرکز په تالار کې جوړه شوې وه، په‌کې د یاد معینیت 81تنه سرتیري او ساتونکي د نظامي ـ مسلکي زده‌کړو له ترلاسه کولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

د قران‌عظیم‌الشان تر تلاوت وروسته په پیل کې د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت د ښوونیز مرکز قوماندان لومړی‌څارن محمدعابد اکبرزاده د غونډې ګډونوالو ته د ښه‌راغلاست او فارغانو ته د مبارکۍ د ویلو ترڅنګ ګډونوالو ته د یادې یوې‌میاشتنۍ ښوونیزې دورې په‌اړه مالومات وړاندې کړل.

ورپسې د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت د دولتي پروژو د ساتنې مشر مل‌پاسوال جوره‌بیک مرادي وینا وکړه، هغه وویل: مونږ د دښمن پر وړاندې په جګړه کې ډیر حساس پړاو ته رسیدلي یو، دښمن تل هڅه کوي چې زمونږ د بریاوو او پرمختګونو مخه ډپ او پری‌نږدي چې زمونږ هیواد آباد او هیوادوال مو سوکاله ژوند ولري؛ تاسو هم باید له هر ډول تبعیض څخه پرته د ملي‌بیرغ لاندې خپل‌هیواد ته چوپړ وکړئ او خپل‌هیواد له شته‌ننګونو او ستونزو څخه خلاص کړئ. ښاغلي مرادي په پای کې ټولو فارغانو ته مبارکي وویله او په چارو کې یې ورته د لا بریاوو هیله وکړه.

د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت د ښوونې او روزنې عمومي‌مدیر سمونوال محمدنواز صافی هم د غونډې له ویناوالو څخه و، نوموړي د هیوادنۍ‌مینې په‌اړه وینا وکړه، هغه وویل: مونږ باید د خپلو مشرانو په لارښوونه او د ګران‌هیواد د نافذه‌قوانینو په رڼا کې خپلې‌چارې ترسره کړو، زمونږ نیکونه مونږ ته ډیرې سرښندنې او ویاړونه په میراث پریښي، په تش‌لاس د اشغال‌ګرو پر وړاندې جنګیدلي او هغوي ته یې ماتې ورکړې‌ده، په اصل کې دا زمونږ له‌پاره د ستر ویاړ ترڅنګ لوی‌درس دی، مونږ او تاسې باید د خپلو نیکونو په‌څیر له‌خپل دین، ناموس او خپلې‌خاورې څخه په‌کلکه ساتنه وکړو.

غونډه فارغانو ته د تصدیق‌پاڼو په‌ویشلو او د ګران‌هیواد د ابادۍ او د هیوادوالو د سوکالۍ له‌پاره د دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.

د غونډې له‌پای ته رسیدو سره‌سم د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت د دولتي‌پروژو د ساتنې مشر مل‌پاسوال جوره‌بیک مرادي د یاد ښوونیز مرکز له تحکیماتو او تسهیلاتو څخه لیدنه وکړه او د هغوي وړاندیزونه، غوښتنې او ستونزې یې واوریدې، چې په‌پایله کې یې مسولینو ته د اړوندو چارو د لا ښه والي په‌پار لازمې سپارښتنې وکړې.