د کورنیو چارو وزارت د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت سرپرست پاسوال عبدالرزاق امیری د یوه پلاوي په‌مشرۍ، چې د یاد معینیت د ځینو برخو مسوولین یې ملتیا کوله د سلمابند د وروستۍ پیښې د څیړنې په موخه هرات ولایت ته سفر وکړ.

پاسوال عبدالرزاق امیری او ورسره پلاوي هرات ولایت ته له رسیدو سره سم د 606 انصار زون له قوماندان او د هرات ولایت سرپرست مل‌پاسوال محمدجمعه عدیل سره د یاد ولایت په مقام کې ناسته ترسره کړه او پر ځینو مهمو مسایلو خبرې وکړې، چې په پایله کې د سلمابند په اړه د هرات‌ولایت په سطحه د نظامي‌شورا د جوړولو پریکړه وشوه.

د هرات‌ولایت نظامي‌شورا غونډه د پاسوال عبدالرزاق امیری تر مشرۍ لاندې د یاد ولایت د همغږۍ‌مرکز په تالار کې تر سره شوه، په غونډه کې د 606 انصار زون قوماندان او د هرات‌ولایت سرپرست مل‌پاسوال محمدجمعه عدیل، د هرات‌ولایت د ملي‌امینت مشر تورن‌جنرال دادمحمد، د ۲۰۷ ظفر قول‌اردو قوماندان بریدجنرال محمدناصر هدایت او د یاد قول‌اردو د امنیت‌مدیر بریدجنرال میراجان مهمندی، د هرات‌ولایت امنیه‌قوماندان مل‌پاسوال محمدایوب انصاري، د لومړي‌لوا قوماندان بریدجنرال زیارت‌شاه عابد او د یاد ولایت ځینو امنیتي‌مسوولینو برخه اخیستې وه، غونډه د قران‌عظیم‌الشان په‌تلاوت سره پیل او ورپسې د یادې‌پیښې په‌هکله د ګمارل شوې اته‌کسیزې ډلې د څیړنې پایله د غونډې‌ګډونوالو ته واورول شوه او تر هر اړخیز بحث وروسته اړینې‌پریکړې ونیول شوې.

ورپسې د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو معین محمد داود قاضي زاده له یادې ډلې سره یوځای سلما‌بند ته سفر وکړ او د سلما‌بند ځینو امنیتي مسوولینو، افسرانو او سربازانو ته د ستاینلیکونو تر ورکولو وروسته د یاد بند له پوستو، تحکیماتو او استحکاماتو څخه لیدنه وکړه، چې په پایله کې د یاد بند د امنیت د لا ټینګښت په موخه وروستۍ ناسته تر سره شوه او په یاده ناسته کې تر زیاتو څیړنو او هر اړخیز بحث وروسته اړینې پریکړې ونیول شوې.

له ناستې وروسته یاده ډله د چشت‌شریف ولسوالۍ له مخورو قومي‌مشرانو، سپین‌ږیرو او ولسوال سره ناسته ترسره کړه، په ناسته کې د چشت‌شریف ولسوالۍ د ولسونو پر استازیتوب یو تن دیني‌عالم خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه، چې د چشت‌شریف ولسونه د تل په څیر د سلمابند د امنیت د تامینولو په برخه کې هر ډول مالي او ځاني‌قربانیو ته چمتو دي. وروسته د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت سرپرست پاسوال عبدالرزاق امیری د چشت‌شریف ولسوالۍ له ولسونو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه: د سلمابند د هیواد له ملي‌پروژو څخه شمیرل کیږي، چې د هیواد او هیوادوالو په پرمختګ کې رغنده‌رول لري او دښمن تل هڅه کوي ترڅو زمونږ د پرمختګ مخه ډپ کړي، ستاسو له مرستې پرته د یاد بند د امنیت تامینول ستونزمن کار دی، له تاسو څخه مو غوښتنه داده، چې دتل په څیر له خپلو هغو بچیانو ملاتړ وکړئ، کوم چې زمونږ له هیواد او ملي‌ارزښتونو څخه ساتنه کوي او تل زمونږ د امنیت او هوساینې لپاره زیار باسي.

د هرات‌ولایت د قطارونو د امینت او ساتنې د قوماندانۍ، د پاشدان بند او خواف له قطعاتو څخه لیدنه د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت د سرپرست پاسوال عبدالرزاق امیري او ورسره پلاوي د شپږ ورځیني سفر بله برخه وه، ښاغلي امیري د یادو قطعاتو له معیشتي وضعیت څخه د لیدنې پرمهال وویل: تاسې د هیواد رښتینې‌بچیان یاست، چې له خپلې‌خاورې او ملي‌ارزښتونو څخه ساتنه کوئ، د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت تل‌هڅه کوي ترڅو ستاسو غوښتنو ته په‌خپل وخت ځواب ووایي.

ورپسې د یادو قطعاتو مسوولینو د عامه‌ساتنې او امنیتيذتصدۍ سرپرست پاسوال عبدالرزاق امیري ته د ښه‌راغلاست ویلو تر څنګ د نوموړي د دغې‌کړنې ستاینه وکړه او خپلې ټولې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه یې ورسره شریکې کړې، ښاغلي امیري او ورسره پلاوي د نوموړو وړاندیزونه، غوښتنې او ستونزې یاداښت او ژمنه یې وکړه، چې د یادو قطعاتو ټولې ستونزې به ډیر ژر هوارې کړي.

وروسته ښاغلي امیري د یادو قطعاتو له استحکاماتو، تحکیماتو او د منسوبینو او ساتونکو له معیشتي‌وضعیت څخه لیدنه وکړه، چې په پایله کې هغو ته د اړینو سپارښتنو ترڅنګ هغوي یې خپلو دندو او مسوولیتونو ته متوجه کړ او هغه مسوولین، چې د خپلې دندې په ترسره کولو کې یې له ځانونو وړتیا ښودلې وه د ستاینلیک په ورکولو سره له هغو مننه وکړه.