د کورنیو چارو وزارت د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ لوی‌رییس قیس باوري د لوګر  ولایت د عینک د مسو کان یوه لویه او ملي پروژه وګڼله او د یاد غنډ محافظتي ځواکونو ته سپارښتنه وکړه، ترڅو ددغې ملي پروژې د امنیت د ټینګښت په برخه کې خپلې هځې لا ګړندۍ کړي.

ښاغلي باوري د یاد کان د محافظتي ځواکونو د نظامي او لوژیستیکي تجهیزاتو په برخه کې د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ لوی‌ریاست د هر اړخیزې پاملرنې او ملاتړ ډاډ ورکړ.