د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ لوی‌رییس قیس باوري د یادې ادارې ښځینه پولیسو ته نظامي زده‌کړه ورکول، ددغې ادارې له مهمو اړتیاوو څخه وګڼله او د هغوئ پر لوړتیا لوړونې ټینګار وکړ.

ښاغلي باوري همدارنګه په نږدې راتلونکي کې ښځینه‌کارکوونکو ته د موټرچلولو او د کمپیوټر پروګرامونو په برخه کې د روزنېزو کورسونو د جوړولو خبر ورکړ.

حقوقي او جزایي قوانین، عسکري کړنلاره، د وسلې تطبیقات او عقیدتی او کلتوري درسونه هغه څه دي، چې ښځې به یې په دې ښوونیز کورس کې ترلاسه کړي.