د هرات ولایت د سلما بند ارکان‌رییس سمونمل ګل‌آغا قانع د یاد خبر پخلی وکړ او زیاته یې کړه:

دوه تنه تروریستان چې غوښتل یې د هرات ولایت د پښتون‌زرغون په ولسوالۍ کې د سړک‌غاړې ماین ځاي پر ځای او د عامه‌ساتنې ځواکونه په نښه کړي؛ د هرات ولایت د سلما بند محافظتي کنډک د کشفي پرسونل له‌خوا بالفعل نیول شوي.