دغه بند د فارياب ولايت په پښتون کوټ ولسوالۍ کې د افغان دولت له بودیجې د څه باندې ۳۷ مليونه ډالرو په لګښت جوړيږي.
یاد بند د هېواد د پنځو لویو بندونو له جملې څخه دی، چې ۶۷ متره لوړوالی لري او تر ۲۰ میلیون متره مکعبه اوبه پکې ذخیره کیږي.
د يوې ارزونې له مخې د دهنه دره بند په جوړېدو سره به ۴زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه، ۱.۵ میګاواټه برېښنا به تولید او ترڅنګ به يې خلکو ته د سیاحت او کب نیولو زمینه برابره شي.
د دغه مهم بند امنیت د عامه ساتنې ملي تصدۍ د پياوړو ساتونکو له لوري ټينګ شوى دى.