د جوزجان ولایت د بریښنا سب‌سټیشن له بشپړ امنیت څخه برخمن دی د جوزجان ولایت د بریښنا سب‌سټیشن په هیواد کې یو له لویو ټول‌ګټو پروژو څخه ده، چې د جوړونې چارې یې د زیمنس کمپنۍ له لوري ترسره کیږي؛

د عامه‌ساتنې ملي‌تصدۍ ځواکونه له دغې پروژې څخه ساتنه کوي.

د بریښنا شرکت مسوولین وائي چې د عامه‌ساتنې ملي‌تصدۍ ځواکونو د مسلکي وړتیاوو، میړانې او هلوځلو پرمټ د یادې پروژې چارې په خوندي فضا او چټکۍ سره پرمخ روان دي.