د تصدۍ عالي شورا تخنیکي کمیټې د عامه‌ساتنې ملي‌تصدۍ لوی‌رئیس قیس باوري په مشرۍ ناسته وکړه
د تصدۍ عالي شورا تخنیکي کمیټې د عامه‌ساتنې ملي‌تصدۍ لوی‌رئیس قیس باوري په مشرۍ ناسته وکړه، چې په‌کې د اقتصاد وزارت مسلکي معین او د سکتوري وزارتونو استازي ګډوون درلود.
په ناسته کې د امنیتي قراردادونو، نرخونو او د تصدۍ په طرزالعمل کې د اړینو بدلونونو پر څرنګوالي بحث وشو؛ ښاغلي باوري وویل:

د امنیتي قراردادونو په بیو کې د پام وړ کموالی په پام کې نیول شوی، ترڅو د جمهوري ریاست د فرمان پر بنسټ ټول هغه شرکتونه چې امنیتي چوپړتیاوو ته اړ دي، وکولای شي له عامه‌ساتنې ملي‌تصدۍ سره قرارداد وکړي، چې دا به د هیواد پر امنیتي او اقتصادي وضعې مثبت اغیز وکړي.