د امو سيند نفتي حوزې امنيت لا ډاډمن شوى دى.

د امو سيند نفتي حوزې امنيت چې مسٶليت يې د عامه ساتنې ملي تصدۍ ساتونکي پر غاړه لري، مسٶلين يې د امنيت د ښه ټيګښت لپاره د نويو تدابيرو خبر ورکوي او وايى چې، د سرپل ولایت د قشقري بلاک په سیمه کې چې د قشقري معدنونه، آق‌ دریا او انګوت سیمې په کې شاملې دي، جدي امنیتي تدابیر يې نیولي دي او کورنیو او بهرنیو متخصصینو ته يې په خوندي ډول د کار کولو زمینه برابره کړې ده.
مسٶلين زياتوي چې له سرپل ولایت څخه جوزجان ولایت ته د ټانکرونو د خوندي لېږد او د بهرنيو کمپونو د امنیت ټینګښت په برخه کې هم د عامه ساتنې ساتونکو په پوره ژمنتیا هڅه کړې او دا هڅې دوام لری.